اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د ټېكسونو نه بغېر كوم هېواد نه شي چلېدے، سږ كال د جي ډي پي په تناسب ټېكسونه د 11.5 فيصد كچې ته رسول زمونږ هدف دے، ضمني مالياتي بل معيشت ته د دستاوېزي شكل وركولو د هڅو برخه دے، قوم سره لوظ كوم چې تر څو په دې چوكۍ يم اهل ټېكس وركوونكو ته به نه يوازې انكم ټېكس بلكې سېلز ټېكس هم ادا كول وي، مونږ په ټېكسونو كښې خرد برد كوونكي نه يو، وزيراعظم عمران خان مسټر كلين دے، د 22 كروړه اولس خدمت اولس هغه وخت كولې شي كله چې ټول اهل ټېكس وركوون??ي خپل ټېكس جمع كړي. ده دا ??بر?? د ??معې په ورځ د اېف بي آر په هېډكوراټرز كښې د نېشنل سېلز ټېكس ريټرن پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د خزانې وزير شوكت ترين د اېن اېس ټي آر په پېل كولو اېف بي آر او صوبائي ريونيو اتهارټيز ته مباركي وركړه او وې وئيل چې دې سره ټېكس وركوونكو او كاروباري خ??قو لپاره په يو پلېټ فارم په يو وخت كښ?? د ??ېلز ټېكس ريټرن جمع كولو اساني په لاس راشي. ده ووئيل چې د ټېكسونو په هم آهنګ كولو كار روان دے او په اېف بي آر كښې اصلاحات هم كېږي. دا يو لوي قدم دے. ده ووئيل چې د پاكستان په 22 كروړه آبادې كښې يوازې 30 لكه خلق ټېكس ريټرن فائل كوي چې پكښې يو ملين تنخادار هم دي. زه قوم ته باور وركوم چې اوس به په دې نظام كښې بدلون راځي.