اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د حكومت کاروبار دوست پاليسيو په سبب پاكستان په ګرده منطقه كښې صنع??ون?? كښې سرمايه كارۍ لپاره دا مهال زيات غوره هېواد دے، په صنع??ون?? كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ سره به نه يوزې روزګار او برآمدات زيات شي بلكې د ټېكنالوجۍ منتقلي به هم ممكن شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د خاص اقتصادي زونز پحقله د لوړې كچې ??ونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوکت فياض ترين، اسد عمر، حماد اظهر، چوهدري فواد حسېن، مخدوم خسرو بختيار، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، خالد منصور، د سرمايه ک??ري بورډ چيئرمېن اظفر احسن او اړوندو لوړ پورو ګډون كولو ٬ دغسې د پنجاب د صنعت وزير ميا اسلم اقبال او صوبائي چيف سېكترانو او چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حکومت په ترجيحي بنيادونو د خاص اقتصادي زونز نظام “پلګ اېنډ پلے ماډل” باوري كوي۔ ده ووئيل په تاريخ كښې په وړومبي ځل د خاص اقتصادي زونز د بورډ آف ګورنرز او د انتظاميې په تقررۍ كښې د مېرټ بر لاسے او د مفادات د ټکراؤ نشتوالي غوندې اړخونه تر نظره ساتلے كېږي۔ په غونډه كښې د رشکئۍ، دھابيجي، بوستان او د علامه اقبال انډسټريل سټي نه علاوه په M3 انډسټريل زون تفصيلي بريفنګ وركړېے شو?? غونډې ته ووئيل شول اېم تهري اكنانك زونز كښې صنع??ون?? جوړولو لپاره 600 ايکړ زمكه وركړې شو?? ، د دې نه علاوه د برېښا وركولو نه پس په انفراسټركچر په تن??ۍ سره كار روان دے۔ غونډه د سرمايه ک??ري بورډ لخوا ځائي او بهرنو سرمايه كارو لپاره په صنع??ون?? جوړولو كښې اسانيو لپاره د پورته كړو اقداماتو نه هم خبر كړې شوه۔ په دې مهال وزيراعظم ټول اقدامات په ټاكلې موده كښې باوري كولو له سپارښتنې وكړې