اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چا??و وفاقي و??ير علي امين خان ګنډا پور په نړيواله ورورولۍ زور رواړے چې نړيواله ورورولي دې په سوئيلي آسياء كښې د تل پاتي امن لپاره د جمو و كشمير پحقله د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ ټول پاكستانے قام خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره په ثا??ت قد??ۍ او پرله پسې هلو ځلو د دوي د عزم د ملاتړ پخلے كوي۔ علي امين خان ګنډا پور د كشمير يوالي و??ځ په موقع پېغام وئيلي دي د نهه لكه وسله والو هندي عسكرو د ټولو ظلمونو باوجود كشميريان پخپل موقف ثا??ت قد?? ولاړ د?? او د دوي زياتې ستړې دا ثا??توي چې يو ډول ظلم او جبر د كشمير?? اولس عزم ته ماتې نشي و??كولې۔ وفاقي و??ير ووئيل د پنځم اګست كال 2019 راهسې په كشميريانو د بنيادي حقونو او په آزادۍ سخت بنديزونه لګولې شوي۔ ده ووئيل ماورائے عدالت قتل، نظر بندۍ، محاصره او د لټون كاروائې، ظلم او تشدد، جبري بې دركي ، قيدوبند،بربريت او د اجتماعي سزاګانو د لارې كشميريان محكوم جوړولو له د هند هڅې په ماضي كښې ناكامه شوې وې او اوس به هم نه كاميابېږي۔ده په دې خبره زور رواړو چې په سوئيلي آسياء كښې د اوږدې مودې لپاره دې نړيواله ورورولي د جمو و كشمير سوله ايز حل لپاره د كشمير?? اولس د هيلو له مخې د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرامد باوري كړي