اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاك??تا?? د افغان??تا?? د لارې د مېنځنې اسيا رياستونو سره تجارتي او اقتصادي روابط زياتول غواړي، د هېواد ګټې په نظر كښې نيولو سره امريكې سره ښې اړيكې غواړو. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ټېكسلا كښې د اورنج فېسټېول دستورې ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. په دستوره كښې د ګڼ شمېر هېوادونو سفيرانو هم ګډون وكړو. په فېسټېول كښې د ګند??ار?? كلتور په ډاګه كولو لپاره بېلا بېلو سټالونه هم لګول شوي وو. خارجه وزير په فېسټېول كښې د لګول شويو سټالونو دوره وكړه او د انتظام كوونكو هڅې ئې وستائيلې. ده ووئيل چې داسې فېسټېول سره د پاك??تا?? تاريخي او تهذيبي ورثه په ډاګه كولو موقعې په لاس راځي. شاه محمود قريشي ووئيل چې لوي څښتن پاك??تا?? ته ډېرې وسيلې وركړې دي خو له بده مرغه د تېرو دوه لسيزو په مهال د ترهګرې په ضد د مبارزې په سبب مونږ دې لوري ته په رښتينې معنٰی پام نه دے كړے. ده ووئيل چې نن د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې مونږ خپل اقتصادي ترجيحات مخ په وړاندې بوځو. خارجه وزير ووئيل چې پاك??تا?? د افغان??تا?? د لارې د مېنځنې اسيا رياستونو سره تجارتي او اقتصادي روابط زياتول غواړي خو ځينې قوتونه په افغان??تا?? كښې امن او استحكام نه غواړي. ده ووئيل چې د افغان??تا?? لنډمهاله حكومت واضحه كړې ده چې دوي به چا ته هم خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولو ته ورنه كړي. ده ووئيل چې مونږ د هېواد ګټې په نظر كښې نيولو سره امريكې سره ښې اړيكې غواړو. ده ووئيل چې چين سره هم زمونږ اړيكې مخ په وړاندې روانې دي.