ملتان۔14فروری (اے پی پی) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي وئیلي دي له افغانستان څخه د بندو خلکو په ویستلو کښې د بهرنیو چارو وزارت لوبولې رول ګردې نړۍ ستائیلی دې، امریکا هم د پاکستان په حق کښې بیان ورکړې ٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وزارتونو كاركردګۍ كره كتنې له نوې معيار متعين كړې دې دغسې چې هر يو وزارت د خپلې كاركردګۍ عملي څرګندونه وكړي٬ وزيراعظم د خارجه وزارت څو وارې ستائنه كړې ده٬ عمران خان وئيلي چې زمونږ د چين دوره دېره زياته كاميابه پاتې شوې ده٬ اروپائي ائتلاف هم وزيراعظم ته د دورې بلنه وركړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغ?? په ملتان كښې د درې پاركنو پرانستې دستورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير وو??يل د مارچ په 23 مه نېټه به قومي پرېډ كښې دا ځل د ټولې اسلامي نړۍ خارجه وزيران هم ګډون كوي۔ هغ?? وو??يل په تلمبه كښې د رش د لاسه د يو وګړي د مړ كېدو پېښه د غندنې وړ ده ، دا سړې بايد پوليس ته سپارلې شوې وې ، قانون په خپل لاس كښې د اخستونكو په ضد به كارروائي كولې شي۔ د بلاول بھټو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي وو??يل بلاوله زويه چمتو كېږه زه لاړكانې ته راروان يم٬ ستا د پوښتنو ځوابونه به دغلته دركړم۔ شاہ محمود قرېشی وو??يل مونږ دسندھ د حقونو تحفظ لپاره راوتلې يؤ٬ سندھ به د قبضګرو څخه آزادؤ۔ تر 26 فرورۍ به د لانګ مارچ زه خپله مشري كوم۔ د اپوزیشن د تحریک عدم اعتماد په اړه هغ?? وو??يل دا د اپوزيشن حق دے خو مو??ږ به د اپوزيشن بشپړه مقابله كوؤ۔ پيپلز ګوند ټاكنې نه عدم اعتماد غواړي او نون ليك د خپل منشور “ووټ ته عزت وركړۍ” نفي كړې ده۔ هغ?? وو??يل زه باور لرم چې اپوزيشن به ماتې وخوري٬ اپوزيشن تقسيم دے۔ نون ليګ هم دوه برخې دې۔ د تحريك انصاف اتحاديانو سره د دوئي رابطه كول د خپلو ادعاګانو په ضد كار دے٬ د نون ليګ بيانيه هغ?? وخت دفن شوه كله چې د چوهدريارنو وروڼو در ته لاړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شاه محمود قرېشي وو??يل كه څوك دا وو??ئي چې زه راځم نو څوك به ئې منع كړي؟ چوھدريانو وروڼو هغ??ي ته هركلې ووې هغ??ي سره يۍ د وټ لوظ ونكړو۔ هغ?? وو??يل برېښنا يقينا ً ګرانه شوه خو دا د نون ليګ په دور كښې د شويو لوظنامو زيان مونږ پورته كوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی هغ?? وو??يل په ډیرہ اسماعیل خان كښې د میئر شپ نتیجې سره مولانا صاحب ته اشاره ترلاسه شوې ده۔ په بلدياتي ټاكنو كښې به پي ټي آئي مېدان ته كوزېږي۔ عمران خان پرېكړه كړې ده چې هغ?? به كانديدان په خپله غوره كوي۔ د جنوبی پنجاب په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير وو??يل د جنوبی پنجاب فنډ به په جنوبي پنجاب مصرف كولې شي دا څوك بلخوا منتقل كولې نه شي۔ د نجي چېنل په اړه هغ?? وو??يل په صحافت او غلاظت كښې فرق دے۔ د غریدہ فاروقی په ضد نجي چېنل هم بايد خپله اېكشن واخلي۔ خارجه وزير وو??يل زه هغې انجونې مسكان ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم كومې چې د الله اكبر نعرې پورته كړې۔ هغ?? زياته كړه چې د هندوستان څېره ټولو ته په ډاګه شوې ده۔