لاهور۔28فروری(اے پی پی) لاهور چېمبر ته د 100 كلونو په بشپړ كولو مباركي وركوم٬ د دستورې پېل د قرآن پا?? د تلاوت نه كول يو ښه روايت دے د كومې بدله به چې پا?? پروردګار ضرور وركړي ٬ زمونږ د كلچر چې څومره رنګونه دي په هغې ټولو كښې بنيادي رنګ قرآن مجيد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د ګل په ورځ د لاهور چېمبر تر انتظام لاندې د چېمبر د 100 كلونو په بشپړ كېدو د حسن قرات مقابلې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل زمونږ په حكومت كښې د ټولو فرقو په ات??اق د قرآن پا?? متفقه ترجمه بشپړ كړې شوې ده ٬ په کے پی کے كښې تر مډل ناظره او تر مېټرك د قرآن حفظ د نصاب برخه جوړه كړې شوې ده۔ په مشتركه نصاب كښ سيرت النبي تر مېټرك اېښودلې شوې دې۔ جامعه ازهر سره اېم او يو لاس ليك شوې او په لاهور كېمپس جوړ كړې شوې دې چرته به چې د مصر او نورو هېوادونو قاريان صاحبان كوچنيانو ته د قرآن پا?? تعليم وركوي۔ هغه ووئيل د اختر نه وروستو به په وفاقي كچه ?? نړيوال قرات مقابلې په اسلام آباد كښې كېږي په كوم كښې به چې د 12 هېوادونو قاريانو ته بلنه وركولې شي۔ دې نه وروستو به په صوبائي كچه ?? قرات مقابلې كېږي۔ په دې موقعه نعمان كبير صدر ٬ حارث عتیق نائب صدر، رحمان عزیز سینئر نائب صدر ، عمومي سېكتر شاهد خلیل ، مولانا انتخاب نوری، مردان علی زېدی او د قدرت اللہ په شمول د لاهور چېمبر غړي او نور شخصيات موجود وو۔ د دستورې په پا??ه كښې خاص مېلمه وفاقي وزير نور الحق قادري قاريانو صاحبانو ته انعامونه وركړل۔