اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي پاکستان كښې د آو آئي سي غونډه كېدل د درناوي او وياړ خبره ده٬ هر كال به د مارچ په پنځلسمه نيټه د اسل??مو فوب??ا پحقله نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا د اسل??مو فوب??ا پحقله د قرارداد منظوري د اسلامي نړۍ سره سره پاكستان لپاره لويه كاميابه ده ۔ ده ووئيل وزهراعظم عمران خان د اسل??مو فوب??ا پحقله په ملګرو ملتونو كښې چې كوم غږ پورته كړے دا د ھغې نتيجه ده، ګرده نړۍ كښې د پاكستان حكومت په دې اړه كردار س??ائ??لے كېږي۔ ده ووئيل هر كال به په پنځلسم مارچ د اسل??مو فوبيا نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ ده ووئيل د اسلام دين ترهګرۍ سره تړل سمه خبره نه ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې د آو آئي سي غونډه كېدل د درناوي او وياړ خبره ده٬ د او آئي سي خارجه وزيرانو د غونډې پحقله تيارۍ بشپړې شوې او د مارچ په 19مه نيټه به د مېلمنو راتګ پېل شي او د دې نه پس به د ټولو هېوادونو پلاوي په 23م مارچ د وسله والو ځواكونو په پرېډ كښې ګډون كوي، كوم هېوادونه چې د اسلامي مرستې تنظيم غړي نه دې هغوي هم په غونده كښې ګډون كوي، تر اوسه د 48 هېوادونو پلاويو د خپل ګډون تصديق كړے