اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي د تاريخ تر ټولو زياته 4 اربه روپو رېونيو ترلاسه كړې. د شورو په ورځ په خپل ??و ټويټ كښې ده ووئيل چې كله مونږ د پي ټي وي واك اختيار تر لاسه كړو نو هغه وخت دېواليه ؤ ، مونږ په لږه موده كښې د پي ټي وي دوه چېنل ډېجيټل كړل او د پي ټي وي ب??نس ماډل مو ??وړ كړو. په خپل ??و بل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل د خبريالانو ډېجيټل صحافت څخه مستفيد كېدو لپاره 22 پرېس كلبونه د ډېجيټل سټوډيو او لېب لپاره په ګوته كړے شوي. وفاقي وزير په خپل ??ويټ كښې د دې پرېس كلبونو فهرست هم شريك كړے چې پكښې د ملتان پریس کلب، د فیصل آباد ، د میانوالی ، د جهلم، د لاهور، د جھنګ ، د حیدر آباد، د سکھر، بدین، ټھټھه ، کوئټه ، تربت، ګوادر، حب ، پېښو، چترال، بنو، ایبټ آباد ، سکردو، ګلګت، د مظفر آباد پریس کلب او نېشنل پریس کلب اسلام آباد شامل دي.