اسلام آباد۔16اپرېل (اے پی پی) د سعودی عربستان ولي ??هد ٬ نائب وزيراعظم او د دفاع وزير شهزاد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز د خالي په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف ت?? ټېلېفون وكړو او ده ته ئې د وزيراعظم منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخ?? وزيراعظم د مباركۍ په پېغام د ولي ??هد مننه و??ړه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو له ئې سعودي عربستان سره په ګډه كار كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولی ??هد شهزادہ محمد بن سلمان په مثالي مشرتابه كښې د سعودي عربستان په ځانګړي پرمختګ دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوه اړخيزه او نړيوالو فورمونو د سعودي عربستان د تاريخي او پرله پسې ملاتړ مننه و??ړه او سعودي ولي ??هد ته ئې باور وركړو چې پاكستان به په هر ډول حالاتو كښې سعودي عربستان سره څنګ په څنګ ولاړ وي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف او سعودی ولی ??هد په ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ و د روزګار موقعو پېدا كولو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق وكړو۔ سعودی ولی ??هد وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د سعودي عربستان د دورې كولو بلنه ور??ړه ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف هم ولي ??هد ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔