اسلام آباد 20اپرېل(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان د شورو په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې د وزارت او ذيلي محكمو په اړه د بريفنګ اغستو راجوړې كړې غونډې مشري وكړه۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر داخله وزير ته د وزارت چارو ??و د هېواد د داخلي سلامتي?? په صورتحال هم بريفنګ وركړو۔ دغسې داخله سېكرټري وفاقي وزير په وزارت كښې د روانو بېلو پرمختيائي او اولسي آسانيو منصوبو په اړه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزير په هېواد كښې د تل پاتې امن په اړه د موثر اقداماتو لپاره د وزارت چارواكو ته سپارشتنې وګرې ۔داخله وزير د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمينځه د امن او امان په اړه د كوآرډينېشن مېكنزم جوړولو هدايت هم وكړو۔ده امر ??كړو چې د اولس ځان او مال تحفظ باوري كړئ ۔ده ووئيل د پاكستان آئين د رائے اظهار آزادۍ ته بشپړ تحفظ وركوي٬په سوشل مېډيا د كوم هم وګړي سپكاوې به ونه زغملے شي۔ده هدايت وكړو چې د ګيلو ازالې لپاره دې اېف آئي اے سائبر كرائم ونګ زيات موثر او فعاله جوړ كړے شي ۔داخله وزير د انټرنېټ جرائم خاتمې لپاره د اېف آئي اے د عملې استعداد زياتولو هم هدايت وكړو۔ده ووئيل اولس لپاره دې په شناختي كارډ او پاسپورټ ترلاسه ??ولو كښې آسانۍ راپېدا كړی شي۔