جده 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان سعودي عرب سره تاريخي اړيكې په ژوره ستراتېژكې همكارۍ بدلول غواړي، دواړه هېوادونه د اقتصادي٬ تجارتي او سرمايه كارۍ روابطو ته د دوې وركولو د لارې په نوو او په غېر روايتي څانګو كار كوي، پاکستان روسيه ??و يوک??ائ?? سره ښې اړيكې لري٬ د ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخئ د شخړې سفارتي حل ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده عرب نيوز سره ??پل?? مركه كښې وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه خاص اړيكې په اوو لسيزو محيط دي٬ مونږ خواهش لرو چې مونږ دا اړيكې ژورې٬ متنوع او په شريكه توګه په ګټوره ستراتېژكې همكارۍ بدلې كړو۔ ده ووئيل زما د سعودي عر?? وړومبۍ غېر ملكي دورې څخه د دې خبرې عكاسي كېږي چې پاکستان سعودي عرب سره خپلو خاص اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د معاشي٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ روابطو ته د دوې وركولو پحقله د شريكې مرستې د نوو او غېر روايتي څانګو په لټون كار كوي۔ د يوک??ائ?? او روسيه ??خړې پحقله شهباز شريف ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لري او هيله لرو چې روسېه او يوک??ائ?? ترمېنځه د امن مذاكرات به ډېر زر پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل د ګڼ اړخيزه لوظنامو٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخئ د شخړې سفارتي حل ضروري دے ٬ پاکستان په ځپلو سيمو كښې وګړو ته په انساني بنيادونو د مرستې د ټولو هلو ځلو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل پاكستان د يوك??ائ?? اولس له د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان دوه سي ون تهرټي الوتكې لېږلي او د يوالي د جذبې په توګه به په نور سامان لېږلو غور كوي۔ ده ووئيل شخړه په خاص توګه د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو پشمول د چا هم په ګټه نه ده