كراچې 15 مئي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په پخواني وزيراعظم عمران خان نيوكې كولو سره وئ??لي دي چې عمران خان د ټولو ادارو نه د پي ټي آئي ټائېګر فورس جوړول غوښتل، عمران خ??ن په هېواد ??ښې دومره بحرانونه پېدا كړي دي چې مونږ ئې نوم بحران خان كېښودل غواړو. په كراچې ??ښې د ګوند كاركنانو ته په خپله وېنا ??ښې ده ووئيل چې عمران خان كوم څيز ته لاس وكړې ، هغه ئې تباه كړې. عمران خان د بدلون په نوم تباهي راوستې ده. ده ووئيل چې عمران خان د اولس په خواهش او جمهوري طريقه كور ته لېږل شوے، د ګوند كاركنانو ته مباركي وايم، مونږ بريا ترلاسه كړې، جمهوريت بريا ترلاسه كړې او څلورو واړو صوبو بريا ترلاسه كړې. ده ووئيل چې مونږ د نالائق او نااهل وزيراعظم كور ته په لېږلو ??ښې بريالي شوي يو.