اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د ګردې او ځيګر روغتون پاکستان کډنی اینډ لیور انسټیټوټ(پی کے اېل آئی) لاهور بورډ بحالولو باضابطه حكم جاري كړې دې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاكټر سعيد اختر ??مر??كا څخه ??ېرته راغوښتلو سره د پي كے اېل آئي چيئرمېن غوره كړے شوے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ د پي كے اېل آئي د بورډ آف ګورنرز غونډې مشري كړې وه۔ څلور كاله وړاندې ډاكټر سعيد اختر د عدالتي كارروايۍ او نورو م??ئل?? نه وروستو ??مر??كا ته بېرته تلې وو۔ ډاکټر سعید اختر د شهبازشریف په وېنا ??مر??كا كښې هر څه پرېښودلو سره پاكستان ته راغلې وو۔ وزیراعظم شهباز شریف د ډاکټر سعید اختر بېرته راوستلو كښې په ذا??ي توګه كردار ترسره كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې وزيراعظم شهباز شريف د اعلی وزير په حېث دا منصوبه د ځيګر او ګردې رنځوران بهر هېوادونو كښې د ګرانو درملنو او سفري ستونزو څخه ??اتلو له جوړه كړې وه خو د عمران خان په حكومت كښی دا منصوبه د سياسي انتقام نښه جوړه كړې شوه۔