اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د خزانې وزارت تر سېوري لاندې پري بجت کنفرنس (نن) د نهې په ورځ كېږي۔ د ګل په ورځ د خزانې وزارت وياند خپل بيان كښې ووئيل په ادائيګو عدم توازن ،افراط زر كښې اضافه ،د زرمبادله د ذخيرو نمو، غېر مستحکم شرح مبادله، د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكس شرح كښې كمے ، ايندھن او د خوراكې توكو د زياتې شوې بيعې په تناظر كښې نړيواله اقتصادي منظرنامه د هېواد په معيشت اثرانداز كېږي، د دې لويو معاشي چېلنجونو باوجود حکومت پوخ باور لري چې كه سركاري او نجي څانګه د بحرانونو لاره نيو??و لپاره يو بل سره په ګډه كار وكړي نو دا ستونزې په آسانۍ سره په موقعو بدلېدلې شي۔ موجوده حکومت په لږه موده كښې معيشت په سمه لاره روانو??و لپاره يو شمېر اقدامات كړي ٬ موجوده حکومت اولس له د اسانيو وركولو بجټ وړاندې كولو خواهش لري او خبر دے چې بهتر، جامع او موثره بجټ سازۍ لپاره اولس سره سره نجي شراكتدارو سره مشاورت لازمي دے٬ په دې تناظر كښې په اووم جون 2022 بزنس، زراعت، ټيکس??ائ??، ايکسپورټ او په آئي ټي يو پري بجټ كنفرنس كېږي٬ وزيراعظم به دې كنفرنس ته وېنا كوي٬ د دې کنفرنس مقصد د كركيلې پوهانو ، د آئي ټي ماهرينو او سوداګرو له يو پلېټ فارم وركول دي دغسې چې ھغه موجوده حكومت سره د آئي ټي، زراعت ٬ کاروبار، ټيکس??ائ?? او په برآمدات خپلو تجويزونه شريك كړي٬ د دې نه عل??وه ګډون كوٶنكو ته د ټېكس ??ظا?? آسانول٬ په پاكستان كښې كاروبار كښې آسانۍ زياتول٬ د ټېكس بنياد قوي او پراخه كول، او د اولسي وسائلو په استعمال كښې سپېځلېتيا راوستو په اړه د خبرو موقع وركړې شي٬ تجويزونو او سفارشات لپاره يو پورټل (https://pbc.nitb.gov.pk) هم جوړ كړے شوے۔ وياند ووئيل د معيشت پرمختګ لپاره نجي څانګه مهم كردار لري او د كنفرنس مقصد د نجي څانګې رائے او سفارشات ترلاسه كول دي٬ د پري بجټ کنفرنس مقصد يو جامع، په پرمختګ اډانه او اولس دوسته بجټ وړاندې كول دي كوم چې په پاكستان كښې پائيدار او مساوي پرمختګ باوري كړے شي