اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د دمشق په هوائي اډه د بمبارې او د پرواز??نو منسوخ كېدو په وجه په سوريه كښې محصور پاكستانيان وطن ته راوړلو لپاره پي آئي اے انتظامات وكړل، ?? هوابازې وفاقي وزير په هدايت به د پي آئي اے پرواز﴿نن﴾ د ګل په ورځ د جون په 13مه نېټه سورئې ته ځي. د پي آئي اے وياند له مخې په سوريه كښې د پاكستاني سفير په خواست پي آئي اے د الوتكې لېږلو انتظامات كړي دي، په سوريه كښې د پاكستان سفير وئيلي دي چې پروازونه دې حلب ښار ته ولېږل شي. وياند ووئيل چې ?? هوابازې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په دې لړ كښې خاص هدايات جاري كړي دي.