س??هر 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو او ??ېلاب له امله د ځپليو مرستې لپاره د سندھ حكومت ته د 15 اربه روپو ګرانټ وركولو سره وئېلي دي د دې سېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده٬تر څو چې د وروستي ځپلي كور نه وي آباد شوے مونږ به په قلاره نه كېښنو۔مستحقو كورنيو سره به په سپيځلې ډول مرسته كولې شي٬ځپليو ته په سمدستي توګه د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې 25 ٬ 25 زره روپۍ وركولې شي٬اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے به د شريكې سروے له مخې د زيان اندازه لګوي۔شتمند او كاروباري خلق دې د ځپليو مرستې لپاره د زړه په اخلاص عط??ات وركړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په س??هر كښې سېلاب ځپليو او مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د باكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او ??ارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ٬د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د اطلاعات او ??پرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او ?? جمعيت علماﺀ(ف)لارښود مولانا ر??شد سومرو هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ده د فضاﺀ څخه د صورتحال جاج اخستې٬په سندھ كښې د 30 كاله بارانونو رېكارډ مات شوے ٬سېلابونو هر خوا ته تباهي كړې۔په سندھ٬بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او ??وئېلي پنجاب كښې بېلا بېلې سيمې په اوبو كښې ډوبې دي۔په جنوبي پنجاب كښې په ډېره غازي خان او ??اجن پور كښې سېلاب ز??ات زيان رسولے ۔تراوسه په سېلاب كښې د 900 نه ز??ات كسان په حق رسېدلي٬فصلونه او كورونه تباه شوي٬څاروي سېلاب وړي٬د سېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده۔وزيراعظم ووئيل پاكستان زمونږ پیژندګلي ده٬نن كوم سندهې٬بلوچې٬پنجابې او پښتون نشته ټول پاكستانيان دي او په ګډه دې د ځپليو مرستې او ??حالۍ لپاره كار وكړي۔ده ووئيل سندھ ته 86 زره خيمې وركړې شوي۔په څلورو ورځو كښې به 15 لكه د ماشو مخ نيوي جالې هم وركړی شي