اسلام آباد 06 ستمبر (اے ??ي پي) وفاقي كابينې په سېلاب ځپليو ك??ې د بينظير انكم سپورټ پروګرام د لارې وېشلے كېدونكے رقم د 28 اربه روپو نه تر 70 اربه روپو كولو منظوري وركړې او په سپېځلي ډول رقم ځپليو ته رسولو لپاره ئې د كمېټې تشكيل كولو منظوري هم وركړې ٬ دغسې وزيراعظم شهباز شريف سېلاب ځپليو لپاره د مرستې څيزونو په رالېږلو د نړيوالې ټولنې مننه كولو سره وئيلي دي دا قومي الميه ده او بايد مقابلې لپاره ټول ګوندونه په قامي جذبه خپل كردار ترسره كړي. د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرې كښې په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه. كابينې د دفاع او شهيدانو ورځې په موقع د پاك پوځ شهيدانو او په سېلاب ك??ې د حق رسېدليو بخښنې او لوړو درجو لپاره دعا وكړه. كابينې ته اېن ډي اېم اے ??ه ټول هېواد ك??ې د سېلاب او د تباهې اوسني صورتحال او د وفاق او صوبائي محكمو لخوا د رېسكيو، ريليف او بحالې روانو چارو په اړه مفصل بريفنګ وركړو. كابينې ته ووئيل شول اوسنے سېلاب د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي سېلاب دے چې پكښې سندھ او بلوچستان ډېر ځپلي شوي ، د 81 ضلعو 6615 يونين كونسلز سخت ځپلے شوي . په دې ك??ې د بلوچستان 32، د سندھ 23، د خېبر پښتونخوا 17، د ګلګت بلتستان 6 او د پنجاب 3 ضلعې شاملې دي. د جون د 14مې نېټې نه تر اوسه په پاكستان ك??ې د تېرو 30 كلونو په نسبت 190 فيصده زيات بارانونه شوي، په سندھ ك??ې دا شرح 465 او په بلوچستان كښې 437 فيصد ده. په سېلاب كښې په ټول هېواد ك??ې د مېر??نو?? سړو او ماشومانو پشمول 1325 كسان په حق رسېدلي چې پكښې په سندھ كښې 522 ، په خېبر پښتونخوا كښې 289 ، په بلوچستان كښې 260، پنجاب كښې 189، آزاد جمو و كشمير كښې 42 او ګلګت بلتستان كښې 22 كسان شامل دي. په سېلاب كښې په مجموعي توګه په ټول هېواد كښې تر اوسه 12 زره 703 كسان ژوبل شوي. وزيراعظم په دې خبره اندېښنه وښودله چې په ځينې سيمو لكه سوات ك??ې د انساني غفلت په وجه تباهي شوې چرته چې په رېور بېډ كښې په غېر قانوني توګه هوټل جوړ كړے شوي وو. وزيراعظم ووئيل اړوند چارواكي دې په دې لړ كښې په قوانين عمل باوري كړي چې دغسې په سباٶن ك??ې د دې تباهې مخ نيوې وشي. وزيراعظم ووئيل بايد مونږ په داسې معاملو د سياست كولو نه ډډه وكړو. كابينې په سېلاب ځپليو ك??ې د بينظير انكم سپورټ پروګرام د لارې وېشلے كېدونكے رقم تر 70 اربه روپو د رسولو او د دې رقم په سپېځلي ډول تقسيم لپاره ئې د كمېټې تشكيلولو منظوري هم وركړه.