اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سرکاري شعبه كښې د 2000 مېګاٶاټ شمسي توا?? منصوبې اصولي منظوري وركولو سره وئيلې دي حكومت د لس ??ره مېګاٶاټ د نمر توا?? منصوبه پېل كوي كومې څخه چې به په كم لګښت او ماحول دوسته برېښنا پېدا كېږي٬ په څلورو واړو صوبو كښې به زرعي ټيوب ويلز په ترجيحي بنياد د نمر په توا?? منتقل كولې شي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ هېواد كښې د لس ??ره مېګاٶاټ شمسي توا?? منصوبې پحقله د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې شاهد خاقان عباسي، د خزانې وفاقي وزير خزانه اسحاق ډار، د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر، د نېشنل فوډ طارق بشير چيمه، د وزيراعظم سلاحكار احد چيمه، د وزيراعظم خاص مر??تيال جهانزېب خان او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې هېواد كښې په اېندهن چلېدونكې بجلي ګهر د نمر په توان د منتقل كولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د نمر توان په اړه د سرمايه كارۍ پحقله 14 ستمبر كال 2022 كښې يو انويسټرز کنفرنس شوے چې پكښې ځائي او د نړيوالو پشمول د سعودي عرب ، متحده عرب امارات، چين او د قطر څخه د سرمايه کار کمپنو نمائندګانو ګډون كړے ؤ او په پاكستان كښې ئې د نمر توان په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي څرګندونه كړې ۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د نمر توان نوې پلانټس لګولو ??پا??ه د ځاے انتخاب ??پا??ه كار پېل شوے ٬ په دې لړ كښې مظفرګړھ سره نزدې د يو ځاے انتخاب شوے چرته چې به د 600 مېګاٶاټ د نمر توان پاور پلانټ جوړولې شي٬ د دې نه علاوه د نمر په توان چلېدونكې 11 كے وي فيډرز پحقله منصوبه بندي روانه ده۔ غونډې ته ووئيل شول د نمر توان په اړه د سرمايه كارۍ پحقله فرېم ورك او د ټېرف پحقله كار روان دے او په دې لړ كښې د پاور ډويژن، د متبادل توان ترقياتي بورډ، سينټرل پاور پرچيزنګ کمپنۍ، نيپرا او د نورو ادارو ترمېنځه مشاورت ك??ږي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د ټائم لائنز لا ښه كولو امر وكړو دغسې چې زر تر ??ره د نمر توان څخه جوړېدونكې برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړې شي٬ غونډې ته ووئيل شول سركاري ودانۍ د نمر په توا?? منتقل كولو ??پا??ه هم په ترجيحي بنيادونو كار روان دے۔ وزيراعظم په ګرد هېواد كښې ټيوب ويلزد نمر په توان د منتقل كولو پحقله د كمېټۍ جوړولو امر هم وكړو چې پكښې به د نېشنل فوډ وزير طارق بشير چيمه، د پاور ډويژن سېكرټري او د آبي وساذئلو وفاقي وزارت يو نمائنده شامل وي۔ په غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د شمسي توا?? منصوبو سره به د هېواد انحصار په ګران اېندهن چلېدونكو منصوبو ختم شي او قېتمي زرمبادله به بچت شي۔ ده ووئيل د نمر توان استعمال سره به د ډسټري بيوشن و لائن لاسز ، د برېښنا د غلا او د ګرځېنده قرضونو د اضافې مسائلو لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل د نمر توان پحقله سرمايه كاري كوٶنكو كمپنو ته به د حكومت لخوا ضمانت وركولې شي