اسلام آباد 12اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پ??وېز اشرف سره د شورو په ورځ د جاپان ??في?? متسو هيرو واډا په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكو خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔سپيكر په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان د جاپان سره د ملګرتيا خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬پاكستان كښې د سېلاب ځپليو په مرسته د جاپان مننه كوو۔د پاكستان او جاپان ترمينځه اړيكې وخت سره سره لا قوي كېږي٬د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو ??ه اړتيا ده۔ ده ووئېل د پاكستان قامي اسمبلۍ كښې جوړ پاك-جاپان پارليماني فرېنډ شپ ډله د دواړو هېوادونو يو بل ته نزدې كولو له فعاله كردار ترسره كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د جاپان ايوان نمائندګان سپيكر ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔د جاپان ??في?? د جاپان لپاره د سپيكر تاثرات ستائېلو سره ووئيل جاپان پاكستان خپل د باور وړ ملګرے او اقتصادي شراكتدار ګڼي۔??في?? په پاكستان كښې د سېلاب په مهال په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده ووئيل جاپان په تېر وخت كښې د موسمي بدلونونو په وجه د بېلو آفتونو سره مخ شوے۔??في?? د پرمختګ كوونكو هېوادونو د اړخه د آئي پي يو 145م?? جنرل اسمبلۍ كښې د موسمي بدلون مسئلې پورته كولو لپاره د سپيكر هڅې وستائېلې