لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او وفاقي وزير راناثنا الله وئيلي دي چې عمران خان د مذ??كر??تو كومهبلنه نه ده راكړې، غير مشروط مذ??كر??ت لپاره د پي ډي اېم ليډر شپ چمتو دې، عمران خان كه اسمبلۍ ماتول غواړي نو ماتې دې كړي ٬ مونږ ټاكنو له چمتو يو،ګوند محمد نواز شريف ته خواست كړې چې د ټاكنو كمپائن قيادت وكړي،ټاكنو كښې به په بشپړه ډول ګډون كوو،راروانو ټاكنو كښې به په پنجاب كښې دا ځل اكثريت ترلاسه كولو سره حكومت جوړو??۔د خالي په ورځ لاهور كښې د منشيات مخنيوي عدالت ته وړاندې كيدو په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي د سياست بچ كولو لپاره هېواد ته زيان رسولې۔ ده ووئيل ټيريان د عمران خان لور ده د كومي شواهد چې شته ، ډيلي ميل وزيراعظم محمد شهباز شريف څخه بخښنه غوښتلي ده ، سياسي انتقام لپاره جوړ شوې كيسونه بايد ختم كړې شي۔ ده ووئيل د شهباز ګل په ضد كوم سياسي كيس نشته، شهباز ګل د كركي او اشتعال انګيزي خپرولو هڅه كړي چې له امله ئې په هغه مقدمه درج شوي، اعظم سواتي په ضد هم مقدمه سياسي نه ده، اعظم سواتي هم په پوح او عدليه ټكونه كړي۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي لارښودو په ضد سياسي مقدمات كه وې نو هغوي ته به 4،4 ورځي پس ضمانتونه نه ترلاسه كيدل بلكه به زمونږ په شان درې ٬ درې كاله په زندان كښې وي۔د يوې پوښتنې په ځواب رانا ثناالله ووئيل صدر مملكت عارف علوي د مذ??كر??تو هڅه كوي ، مون?? د ??ېواد معيشت بچ كولو او هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كولو هڅه كوو ، پي ټي آئي د هېواد ديواليه كيدو د دروغو ډنډوري كوي۔