كراچي 02 مارچ(اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند چي??رمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د مشر خبريال عاصم خان سره په ټرافېكي پښه كښې د هغه د زوي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د مېډيا سېل بلاول ها??س لخوا جاري شوي بيان له مخې بلال بهټو زرداري د عاصم خان په نامه د غمرازۍ په پېغام كښې وئې??ي دي چې مونږ هغه په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق هم وركړي۔بلاول بهټو زرداري په پېښه كښې د ژوبل شوي زوي زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه