اسلام آباد۔6مارچ(اے ??ی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د ګھړۍ پټوونكے د پوليس نه پټېږي٬ د پوليس ورتللو څخه وړاندې لوئې لوئې دعوې كوي٬ دې سړي قانون او آئين يرغمال كړے٬ عمران خان د ادارو سپكاوے او د دې په ضد كمپائن چلوي٬ د هغه څوك تپوس هم نه كوي٬ هغه ته ??عل??مه ده چې كومه ورځ عدالت ته مخامخ شو ګرفتار به كړے شي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل د پاكستان اولس ويني چې يو فارن فنډډ ايجنټ ٬ د ګھړۍ غل د پوليس نه پېټېږي او د پوليس په ستنېدو بيا لويې لويې دعوې كوي٬ دې سړي آئين او قانون يرغمال كړے۔ هغه ته ??عل??مه ده چې څومره لويې چغې اووهي دومره ريليف به وركولے شي۔ هغه ته ??عل??مه ده چې كله غنډه ګردي وكړي ٬ په عدليه بريد وكړي ٬ عدليه ته دړكې وركړي نو ورله به ضمانت وركړے شي٬ هغه عدالت ته ځكه نه مخامخ كېږي چې هغه ته ??عل??مه ده چې عدالت ته وړاندې شي نو ګرفتار به كړے شي۔ دې ووئيل دې ځان بچ كولو له مېرمنې او ماشمومان خپل ډھال جوړوي۔ دې ووئيل كه ??مران خان جرم نه دے كړے نو بيا دې عدالت ته وړاندې شي٬ هغه ولې پټېږي۔ دې ووئيل په زمان پاك كښې سمجھوته اېكسپرېس روانېدو له تيار دے خو دا سمجھوته نه د اېن آر او ??پا??ه منتونه كوي۔ هغه بايد هغه وخت سوچ كړے وے كله چې هغه توشه خانه لوټ كوله٬ د خپلو ملازمينو د لارې يۍ فارن فنډنګ او مني لانډرنګ كولو۔