اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف) ??ره به د سټاف ليول لوظ نامه په يو څو ورځو كښې اوشي٬حكومت د آئي اېم اېف سخت ترين شرطونه منلې دي٬سېلاب قامي معيشت هم ځپلے دے٬د پخوانې وزيراعظم عمران خان د امريكې لخوا د حكومت بدلولو په اړه شرمناك دروغو هم غېر يقيني صورتحال را??یدا كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يو شخصي ټيلي ويژن چينل ??ره مركه كښې وكړه۔ده ووئيل د آئي اېم اېف ??ره دا عمل كاميابولو لپاره زمونږ د ډلې ??ره ??ره د نورو قامي ادارو د اړخه هم هڅې روانې دي۔ده د خپل حكومت د يو كال كاركردګۍ٬معاشي صورتحال٬انتخابات٬د توشه خانه رېكارډ٬او د ګوند چارو ??ره ??ره د نيوز اينكر ارشد شريف د وژنې پلټنو پشمول په بېلو قامي چارو تفصيلي خبرې وكړې۔ده ووئيل چې كله زه اقتدار له راغلم نو زه نه ووم خبر چې زما نه وړاندې وزيراعظم عمران خان د آئي اېم اېف ??ره داسې شرائط منلې دي د كومو نه چې هغه بيا وروستو په شا شوے او د پ??كس??ان تشخص ته زيان رسېدلے ٬ ده ووئېل هم دا سبب دے چې آئي اېم اېف مونږ هغه شرطونو منلو او په هغې عملدرآمد لپاره هڅې كوي۔په دې كښې شك نشته چې په دې حالاتو كښې په عام وګړي اثرات مرتب شوي۔ده ووئيل د عام وګړي ستونزو ترمخه حكومت د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې د رېليف وركولو پريكړه كړې خو ده ووئيل د يوكرين جنګ په سبب درآمدي افراط زر هم د سرې او د تېلو په نرخونو كښې د اضافې په صورت هېواد متاثره كوي۔وزيراعظم ووئيل سېلاب هم قامي معيشت ځپلے دے٬د پخواني وزيراعظم عمران خان د امريكې د اړخه د حكومت بدلولو په اړه شرمناك دروغو هم غېر يقيني صورتحال را??ېدا كړے۔وزيراعظم ووئيل د چين غوندې دوست هېواد د پ??كس??ان مرسته كوي حالانكه عمران خان هغوي ??ره د ورورولۍ اړيكو ته زيان رسولے ٬ ده ووئېل د ځايې ټېلي ويژن چينلو ??ره ??ره د ډيلي ميل د لارې د پي ټي آئي قيادت د اړخه په ده د لګولې شوو بې بنسټه تورونو ذكر كولو كښې وزيراعظم ووئيل د برتانيې خپرونې ادارې بخښنه غوښتې او د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ هم د هغه وخت حكومت د اړخه د لګولے شوو تورنو نه زه بري كړے يم۔