اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي اتحادي حكومت هېواد ته د پیښو چېلنجونو مخ نيوي لپاره لوظي دے ٬ زمونږ په يو كېدو د مخالفينو خوبونه حرام شوي٬آئي اېم اېف سره لوظ نامې له عملي شكل وركولو لپاره سول او پوځي قيادت هڅې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اتحادي لارښودو غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔وزيراعظم ووئيل د اتحاديانو په مشاورت سبه پريكړه كوو٬په يواځې به كومه پريكړه نه كوو٬خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او مولانا فضل الرحمان پشمول ټولو اتحاديانو زمونږ ملګرتيا كړی٬پخواني صدر آصف علي زرداري او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف پشمول ټولو اتحادي ګوندونو بشپړه مرسته كړې۔ ده و??ئېل مشكلات ډېر دي٬د نيك مقصد لپاره كار كوو٬٬په هېواد كښې كوم كرپشن نه كېږي۔ده و??ئيل په يواځې هېڅ هم نشم كولے ٬په ملګرتيا كولو د اتحاديانو مننه كوم۔ده و??ئيل كابينې٬پارليمان او د عدالت عظمٰی ترمينځه د څو اوونو راهيسې ځينې معاملات راروان دي٬ټوله نړۍ حېران او پرېشانه ده چې تر نن ورځې داسې نه و?? شوي چې يو قانون كوم چې حتمي شكل اختيار كړے نه و?? او په هغې د عدالت عظمٰی درې كسيز بينچ اووئي جې صدر په دې قانون كومه رائے وركړي او نه به نافذالعمل وي٬ ده و??ئېل نن بار كونسلز د قانون عملدارۍ له داسې پريكړې چې ورسره آئين او د عدل نظام ته زيان رسېدلے شي د هغې په ضدا ودرېدلي ۔وزيراعظم ووئيل په ټولو چارو د سياسي ګوندونو نمائندګانو خپله رائے وركړې ٬دا د دې خبرې ګواهي ده چې اتحادي حكومت په زړه پورې هڅې كوي او دا مزل به منطقي انجام ته رسولې شي۔ده و??ئيل د آئي اېم اېف معامله په آخري پړاؤ كښې ده٬ آخري شرك هم پوره كړے شوے٬د خزانې وزير اسحاق ډار او خارجه وزير هم هڅې كړې ٬دا د هېواد لپاره د خلوص او عزم څرګندونه ده۔ ده و??ئېل سرلښكر هم په دې اړه په زړه پورې هڅې كوي٬دا هغه چېلنجونه دي د كومو سره چې مونږ ټول مخ يو۔ده و??ئيل د روانې مياشتې په آخر كښې به د چين نوې وزيراعظم سره خبره كوم۔ده و??ئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې سره خبرې اترې او د خارجه چارو وزيرمملكت حنا رباني كهر د څلورو هېوادونو د غونډې په اړه خبر كړي يو۔ده و??ئيل وزيراعظم جوړېدو سره چې كومې ذمه وارۍ راسپارلې شوې هغه به پوره كوم۔