اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير اميرخان متقي وئيلي دي پاكستان او د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره اړيكې جوړول غواړو، پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? بلها قربانۍ وركړي، زمونږ خارجه پاليسي په شريكو روابطو او مذاكرات جوړه ده، پاك افغان اړيكې معاشي اولسي رابطو سره مربوط دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ان??ټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد كښ?? دستورې ته خپلې وېنا كښ?? وكړه۔ په دستوره كښ?? خارجه سېكرټري او د ان??ټي ټيوټ مشر سهېل محمود، سفيرانو او د ژوند د بېلو څانګو تعلق لرونكو شخصياتو او خبريالانو ګډون وكړو۔ امير خانه متقي ووئيل افغانستان او پاکستان له په انفراسټرکچر په يو ځاے سرمايه كارۍ كولو ته اړتيا ده٬ دواړه هېوادونه د ت??ان سخت بحران سره مخ دي ٬ ده ووئېل 20 مياشتې وړاندې د اقتدار ترلاسه كولو نه پس په افغانستان كښ?? امن راغلے او هېواد كورنۍ جګړو يا اړي ګړي سره مخ نه دے٬ مثالي امن دے٬ سوداګر په هېواد كښ?? كاروبار كوي٬ پاكستان سره رسمي او غېر رسمي خبرې كېږي٬ ده ووئېل پاكستان سره تاريخي٬ كلتوري او د ورورۍ اړيكې لرو ۔ ده ووئيل افغان خاوره به د ټي ټي پي پشمول يو ترهګر له كارولو لپاره ورنه كړو٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? بلها قربانۍ وركړي٬ د پاكستان 80 زره كسان قربان شوي اود لكهونو په شمېر بې كوره شوي۔ امير خان متقي ووئيل اګست كال 2021 كښ?? مونږ ته داسې سياسي نظام په ورثه كښ?? پاتي شوے چې په غېر ملكي مرسته ئې ان??صار كولو ٬ خزانه خالي وه او غېرملكي معاونت بند ؤ ٬ د دې چېلنجونو باوجود مونږ د نيشنل سکيورټي فورسز تنظيم نو كړې٬ ټولې ادارې مو فعاله كړې٬ په ادارو كښ?? سپېځلتيا باوري كړې شوې۔ ده ووئيل په تېرو 20 كالو كښ?? مو په وړومبي ځل بجټ د هېواد په وسائلو جوړ كړے چې پكښې بهرنې معاونت شامل نه دے۔ ده ووئېل د اقتصادي فشار باوجود تجارتي او اقتصادي هلې ځلې زياتې شوي ، مونږ خپل پام د افغانستان مع??شت ته ګرځولے٬افغانستان د صحت ، زراعت او په نورو څانګو كښ?? هم پرمختګ كړے ٫ ده ووئېل مونږ په افغانستان كښ?? روزګار وركولو لپاره هم هڅې كوٶ۔ امير خان متقي ووئيل د پاكستان او مېنځنۍ آسياﺀ هېوادونو ترمېنځه رابطو جوړولو لپاره خپل كردار لوبوٶ٬ غواړو چې پاكستان ته د افغانستان د لارې د ترکمانستان څخه ګاز ترلاسه كېدل ممكن شي ، کاسا1000، افغان ټرانس، رېلويز او د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره رابطو ته مونږ پام لرنه كوو چې په نتيجه كښ?? به ئې د منطقې هېوادونو ترمېنځه شريكې روابطې لا زياتې شي