اسلام آباد24 جنوری (اے پی پی) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سمدستي اقدام له امله 12 كلن افغاني ماشوم سيرت الله ته درملنې لپاره وېزه ترلاسه شوه۔ د خارجه وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې د ډاكټرانو په سپارښتنه 12 كلن افغانې ماشوم سيرت الله درملنې لپاره پاكستان ته راتللو ٬ د ماشوم وارثانو د انساني همدردۍ په بتياد په سوشل ميډيا خارجه وزير ته وېزې لپاره خواست كړې ؤ چې په نتيجه كښې ئې د خارجه وزير په خاص سپارښتنه ماشوم ته په سمدستي توګه وېزه جاري كړې شوه۔ سيرت الله د ويزې جاري كيدو نه پس په سوشل ميډيا د مننې يو ويډيو پيغام هم نشر كړو