د اقلیتونو پھ اړه د قامی كمېشن جوړولو په حقله پريكړه به د شريكې ګټې كونسل كېږي، اعظم سواتی

image

اسلام آباد 11 فروری (اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوي د اقلیتونو پھ حقله د قامی كمېشن جوړولو په معامله پريكړه به د شريكې ګټې كونسل په غونډه كښې كېږي۔ كمېشن جوړول د 2018ء نه تر اوسه د التواء ښكار دے ۔په يو څو مياشتو كښې به كمېشن جوړ شي۔ د نهې پھ ورځ سېنېټ كښې د د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو كیشو بائی، طلحه محمود او ګیان چند د پوښتنو ځواب كښې وفاقی وزیر اعظم سواتی ووئيل د دې كمېشن په اختیاراتو كښې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ پالیسی جوړول او د اقلیتونو پھ اړه د امتیازی قوانین جاج اخستل دي، د اقلیتونو مذهبی ميلې په بشپړه ډول لمانځل او د اقلیتونو مذهبی ځايونو حفاظت لپاره اقدامات هم د دغې برخې دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں