د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت د اولس خېر ښېګړې لپاره انقلابي اقدامات كوي. د كورونو او ودانيو دوهم وزير محمد شېر علي قريشي اے پي پي سره خبرې

image

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د كورونو او ودانيو دوهم وزير محمد شېر علي قريشي وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت د اولس خېر ښېګړې لپاره انقلابي اقدامات كوي، حكومت په نړيواله كچه د كشمير مقدمه په بشپړه توګه په ډاګه كړې. ده دا خبرې د شورو په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ته حكومت په سخت وخت كښې په لاس راغلې ؤ خو د هغه په مشرې كښې هېواد د سختو حالاتو نه د خوشحالې په لار روان شوے. ده ووئيل د هند د غېر انساني پالېسو په وجه مقبوضه كشمير په زندان بدل شوے، د نړيوالې ټولنې ذمه واري ده چې هغه د كشمير آزاۍ لپاره كردار ترسره كړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوس هغه ورځ لرې نه ده چې كشمير به د هند د قبضې نه آزاد شي.

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں