نړيوال كارډېك الېكټرو فزيالوجي كنفرنس پېل شو، د اولس مشر ډاكټر عارف علوي لخوا د كنفرنس د پرانستې په غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون

image

اسلام آباد 29 فروری (اے پي پي) نړيوال كارډېك الېكټرو فزيالوجي كنفرنس په آرمډ فورسز انسټي ټيوټ آف كارډيالوجي﴿اے اېف آئي سي﴾ او نېشنل انسټي ټيوټ آف هارټ ډيزيزز﴿اېن آئي اېچ ډي﴾ پېنډې كښې پېل شو. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په دې درې ورځني كنفرنس كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پرانستې په غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. په كنفرنس كښې د امريكې، برتانيې، مصر، قطر، لبنان، تركيې، آذربائيجان او د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نامتو كارډېك الېكټرو فزيالوجسټ ګډون كوي. د كنفرنس پرانستې غونډې ته په خپله وېنا كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي په اے اېف آئي سي او اېن آئي اېچ ډي كښې د علاج معالجې په اړه د ډاكټرانو او پېرامېډيكل سټاف خدمات وستائيل. اولس مشر اے اېف آئي سي او د اېن آئي اېچ ډي پشمول په نېشنل كارډيو وسكولر ريسرچ انسټي ټيوټ كښۍ د ريسرچ او ډوېلپمنټ په اړه د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو. د دې څخه وړاندې د پاك پوځ اېډجوئنټ جنرال لېفټېننټ جنرال محمد عامر او لېفټېننټ جنرال خاور رحمان سرجن جنرل آف پاكستان اے اېف آئي سي او اېن آئي اېچ ډي ته په رارسېدو د خاص مېلمه هركلې وكړو.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں