د اسلام په ترويج كښې د علما كرامو لوي كردار دے٬ د ټولنې اصلاح لپاره جوماتونه او علما كرام مهم كردار ترسره كولې شي

image

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د اسلام په ترويج كښې د علما كرامو لوي كردار دے٬ د ټولنې اصلاح لپاره جوماتونه او علما كرام مهم كردار ترسره كولې شي٬ د خوراك كمي او د ماشومانو د سټنټنګ مخ نيوي لپاره په پېدائش كښې وقفه ضروري ده۔ د ګل په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د ټولنې په اصلاح كښې د علماو كردار په اړه دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې په پاكستان كښې 9 فيصده خلق هېپاټائټس سره مخ دي۔ ده ووئيل چې د اسلام په ترويج كښې د علما كرامو لوي كردار دے٬ په اسلام كښې طهارت بنيادي اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل چې د امېدوارو مېرمنو اكثريت د خوراك كمي سره مخ دے٬ 40 فيصده ماشومان سټنټنګ سره مخ دي چې ورسره په دماعي صلاحيت كښې كمې راځي۔ ده ووئيل چې د دې يواځنې حل د ماشومانو په پېدائش كښې وقفه ده٬ تر 24 مياشتو ماشومانو ته د پئې وركولو ذكر په قرآن كښې درې ځله راغلې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں