د كميونيكېشن ډويژن پرمختيائي كارونو له 1 كھرب 45 اربه 9 كروړه 94 لكه روپۍ جاري

image

اسلام آباد ۔ 3 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د كميونيكېشن ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه د 1 كھرب 45 اربه 9 كروړه 94 لكه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له روان مالي كال كښې د 1 کھرب 54 ارب 96 کروړه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې حكومت کاریک کورېډورله 2 اربه 40 کروړه، نیو اسلام آباد انټرنېشنل ائیرپورټ ته رسېدونكي مېټرو بس سروس له 3 اربه 12 کروړه،برهان ۔ هکله سېکشن جوړولو له 16 ارب 50 کروړه،ډيزائن ،فزېبېلټی سټډی له 50 کروړه،لاهور ملتان موټروے له 4 اربه 50 کروړه او اېن 70 له د 83 کروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں