وزیراعظم عمران خان د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان سره ټېلي فوني تماس

image

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان سره ټېلي فوني تماس نيولې او ھغه سره ئې د سوريې په ادلب سيمه كښې د تركيه د يو شمېر عسكرو په مړينه د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان اولس د غم په دې ګهړې كښې د تركيه خپلو وروڼو سره د يوالي څرګندونه كوي۔ وزیراعظم منطقه كښې د تركيه د جائزو امنيتي او انساني تحفظاتو په اړه د ملاتړ پخلې وكړو او د لكهونو په شمېر د سوريه د كډوالو د كوربتوب د لارې ئې د تركيه د بشري خواخوږې په بنياد د مرستې ستائنه وكړه ۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې د تركيه د هلو ځلو بشپړ ملاتړ كوي۔ وزیراعظم د تركيه لخوا د لكهونو په شمېر د سوريه د كډوالو د كوربتوب كولو ستائنه كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې ھغوي په دې لړ كښې د تركېه مرسته وكړي۔ وزیراعظم په دې لړ كښې د پاكستان لخوا د هر ډول ممكن ملاتړ او مرستې وړاندېز هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې راوړاندې شي او د سوريه د شخړې دي سوله ايز او سياسي حل راوباسي او په اوسني انساني بحران قابو موندلو كښې دې خپل كردار ولوبوي۔ وزیراعظم عمران خان د پاكستان اوسنۍ دورې او په خاص توګه د پارلمان شريكې غونډې ته د وېنا په مهال د كشمير په مسئله د اولس مشر رجب طيب اردوان د غیر متزلزل ملاتړ مننه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان اولس مشر طیب اردوان د مقبوضه کشمیر د تازہ صورتحال او هند كښې په مسلمانانو د تشدد او قتل عام په اړه ه

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں