پېښور 09 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كه لوبغاړې نه ومه نو سياست كښې به مې ماتې منلې وې٬ ژوند د كمي زياتي نوم دے٬ د غورځېدو نه پس راپورته كېدونكې زيات قوي وي٬ د لوبو نه مې د سختو حالاتو مقابله كول زده كړي ده۔ د ګل په ورځ قيوم سپورټس كمپلېكس كښې د انډر21 ګېمز پرانستې دستورې ته خطاب خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ماتې خوړولو نه ويره نه كوٶنكي چېمپئن وي ولې چې هغه د خپلې ماتې خوړلو په سبب يو په دوه محنت كوي۔ ده ووئيل غورځېدو څخه وروستو بيا پاڅېدونكې د اول نه زيات مضبوطېږي۔ نړۍ كښې تر ننه چېمپئن هغه جوړ شوې نه دې څوك چې په ماتې خوړولو نه پوهېږي۔ ده ووئيل كه زه لوبو كښې پاتې شوې نه وې نو ما به تر 22 كلونو سياست كړې نه وې او ډېر زر به مې ماتې منلې وې۔ ده ووئيل سياست هم د مقابلې نامه ده۔ چېمپئن د ماتې خوړلو نه ويرېږي نه بلكې د هغې نه زده كړه كوي۔ انسان هله ماتې خوري كله چې همت بېلي۔ وزیراعظم عمران خان د لوبو انتظام په كولو اعلی وزير محمود خان ته مباركي وركولو سره ووئيل دې لوبو سره به د ځوانانو ټېلېنټ رامخې ته شي۔ ده ووئيل د كليو په كچه به لوبو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل تاسو له به دا ياد ساتل وي چې تاسو د پاكستان قوم برخه ئۍ كوم له چې كه لوئے څښتن ته منظور وي يوعظيم قوم جوړېدل دي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم عمران خان د انډر21 ګېمز پرانسته وكړه۔ ګورنرشاہ فرمان، وزیراعلی محمود خان او صوبائي وزيران هم د پرانستې دستوره كښې موجود وو۔