پينډۍ 01 اپریل (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي وسله وال ځواكونه د قام سره اوږه په اوږه د كرونا په ضد جنګ له لوظي دې ‘ کرونا مخنيوي لپاره به قامی هڅو كښې هيڅ ډول بې غوري اونه كړې شي٬ د هيواد كومه هم طبقه د كرونا په رحم او کرم نشو پرېښودلې ‘د اولس تحفظ لپاره ټول ضروري ګامونه پورته كوو۔ده د شورو په ورځ نیشنل کمانډ اینډ کنټرول سینټر كښې کرونا وائرس په معامله د بریفنګ په مهال خبرې كولې۔د آئي اېس پي آر له مخې نیشنل کمانډ اینډ کنټرول سینټر كښې د کرونا وائرس په معامله بریفنګ اوشو چې پكښې سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ په خاص توګه ګډون وكړو۔ خارجه وزير شاہ محمودقریشی ‘ د منصوبه بندۍ ‘پرمختګ ‘اصلاحات‘ خاص اقدامات او فوکل پرسن کویډ 19 لپاره قامی هڅو وزير اسد عمر ‘ د كورنيو چارو وفاقی وزیر بریګیډئیر اعجاز احمد شاہ، د اقتصادی چارو وفاقی وزیر محمد حماد اظهر ‘وفاقی وزیر مراد سعید ، وفاقی وزیر غلام سرور خان‘ وفاقی وزیر خسرو بختیار ، وفاقی وزیر علی زیدی ‘ د وزیراعظم د خزانې لپاره خاص سلاحكار ډاکټر عبد الحفیظ شیخ ‘ د وزیراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان ‘ د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا ‘ د وزیراعظم خاص مرستيال معید یوسف ‘ وزیراعظم خاص مرستياله ثانیه نشتر او سینئرپوځي چارواكي هم په دې مهال موجود وؤ۔ ګډون كوونكې په کویډ 19 قابو موندلو له د هڅو او اقدامات او ټول هيواد كښې د کرونا وائرس تازہ صورتحال او هيواد كښې د سول انتظامیې مرستې لپاره پوځي ځوانانو تعیناتۍ په اړه خبر كړې شول۔ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ په خپل خطاب كښې ووئيل پاك پوځ ځوانان دې د هيواد هر ځائې ته ورسي۔هر ځائې ته رسيدو مقصد د وباﺀ نخ نيوي او سخت وخت كښې د وګړو ژوند كښې ښه والې راوستل دي۔ ده ووئيل يواځې د كوټلو هڅو د لارې په ستونزو قابو موندلې كيدې شي ‘د منصوبه بندۍ اقدامات په وخت عملدرآمد مثبت اثرات مرتب شوي ‘هيواد كښې د ذات پات ، رنګ ، مسلك او مذهب نه ځانله د يو قام په هيڅ به د دې چیلنج مقابله كول وي ‘دا سخت كار دے خو دې څخه وړاندې مونږ دې نه په زياتو سختو حالاتو قابو موندلې ‘دا ځل چیلنج بالکل مختلف دے ‘ اولس او کرونا وائرس(کویډ19) ترمينځه د پولو حفاظت لپاره به وسله وال ځواكونه د قام سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ قام تر اوسه په شوې اقدامات د بشپړه اطمینان څرګندونه كړي۔ نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر(این سی او سی) ون ونډو آپریشن په توګه كار كوي چې مقصد ئې کوویډ19 په ضد قامی هڅې كول دي ‘ قامی سلامتیا کمیټۍ او قامی رابطه کمیټۍ په پريكړو عمل درآمد به باوري كول وي۔ کمانډر آرمی ایئر ډیفنس کمانډ ، لیفټیننټ جنرل حمود الزمان خان د نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر چیف کوآرډینیټر نامزد کړې شو