د وزيراعظم عمران خان سپيكر اسد قېصر سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره كوټلې اقدامات كوي٬ زراعت به بجټ كښې خَاص پاملرنه كولې شي٬ پارلمان موثره او فعاله ساتل زيات ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په سياسي او د كرونا په وضعه د خيالاتو څرګندونې سره سره د هېواد معيشت ته د رامخې ته شوو چېلنجونو او په حكومتي اقداماتو خبرې اوشوې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت د كرونا وائرس مخنييوي لپاره كوټلې اقدامات كوي٬ زراعت ته به په بجټ كښې خَاص پاملرنه كولې شي٬ كركيلي لپاره موثرې پاليسۍ ته پاملرنه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د زرعي تخمونو لپاره خاص كمېټۍ څخه سفارشات غوښتې شوي۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر د كرونا وائرس په اړه د پارلماني كمېټۍ د تجويزونو نه وزيراعظم خبرولو سره د قامي اسمبلۍ د ورچوئل غونډې كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پارلمان كښې د قانون سازۍ په اړه په بېلا بېلو چارو هم خبرې اوشوې۔ سپيكر ووئيل پارلمان په اوسنۍ وضعه كښې موثره كولو لپاره د جوړې كړې قائمه كمېټۍ د وېډيو لنك د لارې غونډې كوي۔ وزيراعظم د قائمه كمېټو د وېډيو لنك د لارې د غونډو كولو ستائنه كولو سره ووئيل پارلمان موثره او فعاله ساتل زيات ضروري دے۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں