اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرسناتور شبلي فراز وئيلي دي چې قبائيلي سيمو (د پخوانۍ فاټا) اولس د وزيراعظم عمران خان زړه ته نزدې دے څوك چې دغلته ډېر زر پرمختيائي منصوبې ليدل غواړي۔ تېره ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې خېبرپښتونخوا كښې ضم شوې قبائيليسيمو كښې د پرمختيائي منصوبو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې ووئيل شول چې وفاقي حکومت د كال 2018 د لوظنامې له مخې فنډز كښې خپله برخه د وړاندې نه جاري كړې ده۔ ده ووئيل قبائيلي اولس د ترهګرۍ په ضد ډېرې قربانۍ وركړې دي د كومو ستائنه چې پكا رده۔ شبلي فراز ووئيل په غٶنډه كښې د خزانې وزير په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې څوك چې به صوبو سره رابطه كولو سره په دغه سيمو كښې پرمختيائي كارونو لپاره د فنډز ترلاسه كېدل باوري كوي۔ ده ووئيل راتلونكي مالي كال كښې به دا ټولې منصوبې پېل كولې شي