اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ( ر) عاصم سلیم باجوہ ټویټ

image

اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ( ر) عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي د پاک چین اقتصادی راهداری ترسېوري لاندې آزاد جموں و کشمیر كښې د 1124مېګاواټ کوهاله پن برېښنا درې اړخيزه منصوبه ه كاميابۍ سره لاس ليك شوې ۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل دا ډېر مناسب وخت دے كوم به چې د وزيراعظم د تعميراتي څانګې او دې سره د اړوند صنعت بحالۍ له مرستياله ثابت شي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به 5 زره كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ ده ووئيل د 2 اربه 40 کروړه ډالرو دا سرمايه كاري پاکستان او آزاد کشمیر كښې د آئی پی پیز په كومه هم منصوبه كښې تر ټولو لويه سرمايه كاري ده۔ دې منصوبې سره به پاكستان او آزاد كشمير كښې صارفين ته هر كال 5 اربه یونټه ماحول دوسته او ارزانه برېښنا ترلاسه وي

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں