د حکومتی هلو ځلو په نتيجه كښې د پاکستانو څيزونو نوو منډيانو ته رسېدو سره برآمدات په تندۍ سره زياتېږي، د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد

image

اسلام آباد 02 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د حکومتی هلو ځلو په نتيجه كښې د پاکستانو څيزونو نوو منډيانو ته رسنې سره برآمدات په تندۍ سره زياتېږي ، برآمدات كښې د مصنوعات برخه زياته ده او د تجارت وزارت د افریقې پالیسۍ سره افریقائې هيوادونو لپاره برآمدت كښې ښكاره زياتوالے راغلے ۔ د زيارت په ورځ د تجارت وزارت لخوا جاري اعلامیه كښې وئيلي شوي فروری 2020ء كښې د پاکستان برآمدات كښې د تير كال په نسبت 14 فیصده زياتوالے رامخې ته شوے دغسې د مارچ 2020ء وړومبنو ورځو كښې هم برآمدات كښې 13 فیصده اضافه شوې ۔ د مارچ به مينځ كښې د کوویډ19 په وجه دا سلسله اودرېدلې وه ۔ اپریل كښې د برآمدات شرح منفی 54 فیصده وه كومه چې مئی كښې منفی 33 فیصده پاتې شوې ۔ دغسې په جون 2020ء كښې د برآمدات شرح كښې منفی رجحان کميدو نه پس دغه يواځې منفی 6 فیصده پاتې شوي۔ د تجارت صلاحكار ووئيل برآمدات كښې تندۍ سره اضافه كيږي د كومې بنیادی وجه چې د برآمدی مصنوعاتو تنوع او د نوو منډيانو ته رسنې له حکومتی هلې ځلې دي

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں