د وزیراعظم عمران خان د نېشنل کمانډ اېنډ آپریشن سېنټر جوړېدو 100 ورځو ترسره كېدو په موقعه د اېن سي او سي دوره

image

اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نېشنل کمانډ اېنډ آپریشن سېنټر جوړېدو 100 ورځو ترسره كېدو په موقعه د اېن سي او سي دوره وكړه۔ وفاقي وزيران ٬ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او نور اعلی چارواكي هم ده سره وو۔ د صوبو نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ د پی اېم آفس میډیا ونګ له مخې وزیراعظم ته د كووېډ 19 روانې وضعې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم د هېواد د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملۍ ترسېوري لاندې د صحت او معاش ترمينځھ توازن او د هېواد معيشت روان ساتلو او د كورونا وائرس وباﺀ مخنيوي هڅو كښې د بې وزله او خواري كښې طبقې مسئلو حل كولو له د پورته كړې شويو ګامونو او ددې نتيجو نه خبر كړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې د آئي اېم اېف نړيوالې اقتصادي جائزې له مخې د 30 هېوادونو په ګروپ كښې پاكستان ممكنه ډاؤن ټرن منفي 0.4 څخه 1.1 ته بېرته راوستلې دې۔ د پاکستان برآمدات جولائی 2019 څخه تر مئی 2020 په مهال د منطقې نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات ښه وو۔ وزیراعظم عمران خان خپلو خبرو كښې د كورونا وباﺀ مخنيوي او ګرد هېواد كښی پرله پسې ګامونه باوري كولو له د اېن سي او سي ډلې هڅې وستائلې۔ ده ووئيل اېن سی او سی د کورونا په ضد د روان صورتحال د روزانه په بنياد مانيټرنګ كولو ، د صحت د نظام استعداد زياتولو ٬ د باور وړ ډېټا بېس تيارولو او د مناسبه اېس او پيز په جوړولو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړو۔ وزیراعظم د كورونا وباﺀ چېلنج په مقابله كولو د اولس ستائنه وكړه۔ ده د كورونا په ضد په فرنټ لار كار كوؤنكو ډاكټرانو ٬ پېرامیډیکل اسټاف او بېړني صورتحال كښې كار كوؤنكو وركرز ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ وزیراعظم د کورونا حوالې سره په اېس او پيز عملدرآمد باوري كولو ٬ د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملۍ نفاذ له د ضروري ګامونو پورته او د اولس خبرونو كمپائن روان ساتلو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د لوئے اختر په موقع د وباﺀ لا خپرېدو لاره نيولو له دې خصوصي ګامونه پورته كړې شي۔ وزیراعظم عمران خان د كشمير او ګلګت بلتستان په شمول د هېواد د ډاكټرانو ٬ پېرا میډیکل اسټاف، ایمرجنسی ورکرز او او د انتظامي ډلو د كردار او خذماتو اعتراف كولو سره د دوئي ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں