د صوبائی حکومتوں ، وفاقی وزارتونو او ادارو پرله پسې مرستې او فعاله حكمت عملۍ له امله پاكستان كښې د كورونا وباﺀ مخنيوي له روانې قامي هڅې كاميابۍ سره مخ كېدونكي دي

image

اسلام آباد ۔ 8 جولائی (اے پی پی) د آزاد جموں كشمير او ګلګت بلتستان په شمول د صوبائي حکومتوں ، وفاقی وزارتونو او ادارو پرله پسې مرستې او فعاله حكمت عملۍ له امله پاكستان كښې د كورونا وباﺀ مخنيوي له د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) روانې قامي هڅې كاميابۍ سره مخ كېدونكي دي۔ د كورونا وائرس ټېسټنګ صلاحيت د روزانه په بنياد تر 60 زره زيات كړې شوې دې۔ د 132 ټېسټنګ لېبارټرو ٬ په ځائي كچه د وېنټي لېټرز جوړولو ٬ روغتونونو ته د 1227 آکسیجنیډډ بېډز وركولو ، د 60 زره طبي عملې تربيه كولو او بهر هېوادونو كښې ايسار كړې شويو يو لك نه د زياتو پاكستانيانو هېواد ته د راوړلو په شمول نور ګامونه پورته كړې شوې دي۔ د اېن سي او سي له مخې د كورونا په ضد د پاكستان هڅو له امله غوره طبي ګامونه پورته كړې شول دې سره سره د معيشت بحالۍ ٬ روزګار ٬ ځوانانو او انډسټري له د يوې بشپړۍ حكمت عملۍ ترسېوري لاندې منصوبه بندي هم وكړې شوه۔ دا مهال هېواد كښې د كورونا رنځورانو له 1525 وېنټیلېټرز بېل كړې شوې دي او د 1227 آکسیجنیډډ بېډز اضافه كړې شوې ده۔ كومو كښې چې د آزاد جموں و کشمیر 80 ،بلوچستان 100، ګلګت بلتستان 100، خیبر پختونخوا 320 ، پنجاب 330،سندھ 70 او د اسلام آباد 227 آکسیجنیډډ بېډز شامل دي۔ حفاظتي سامان په ځائي كچه تياورل پېل كړې شوي دي۔ د روغتيا وزارت تر دې دمه د کووېډـ19 خپرېدو مخنيوي له بېلو څانګو له 31 اېس او پیز جاري كړې دي۔ د ډاكټرانو ټرېننګ له د ”وی کیئر ”پروګرام ترمخه ډاکټرز، نرسز،پېرامیډکس ته دا احساس وركړے شوے دے چې د فرنټ لائن سولجر په توګه به د دوئي حفاظت له ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ 60 زره فرنټ لائن هېلت وركرز ته ټرېننګ وركړې شو چې هغوي خپل كردار په غوره ډول ترسره كړې شي۔ د احساس پروګرام په مد كښې حكومت د لاك ډاؤن په مهال د خواري كښو په شمول د 1 کروړ 25 لکه نه زياتو وګړو ترمينځه 151.9 اربه نه زياتې روپۍ ووېشلې۔ د برېښنا په بلونو د 1200اربه روپو ريليف وركړے شو۔ د مزدور احساس پروګرام ترسېوري لاندې 60 لكه نه زياتو كسانو ته سړي سر 12 زره روپۍ وركړې شوې۔ د چھوٹا صنعت کار چھوٹا کاروبار ترسېوري لاندې د صارفينو ددرې مياشتو بلونو پېشګي ادائيګي واپډا ته وكړې شوه۔ د آکسیجن سلنډر ، ټېنکس په درآمد تر 3 مياشتو اېکسائز او کسټم ډیوټی څخه استثنی وركړې شوه د آئي اېم اېف نړيوالې اقتصادي جازئې له مخې د 30 هېوادونو په ګروپ كښې پاكستان يوازنې هېوا دے كوم چې ممکنه ډاؤن ټرن منفی 0.4 څخه 1.1 ته بېرته راوستلې دې۔ د پاکستان برآمدات جولائی 2019 څخه تر مئی 2020 د منطقې نورو هېوادونو په مقابله كښې ښه پاتې شول۔ طبي پوهان

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں