د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي په تېر وخت كښې دواړو ګوندونو لوټ مار كړے ، اقربا پروري زياته كړې شوې. د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل بايد اپوزيشن تعميري سياست كړے ؤ، د تېر وخت حكومتونو د معيشت او پي آئي اے پشمول ټولې ادارې تباه كړي. ټولې ادارې ئې په خساره كښې پرېښودي . ده ووئيل د دوي جېبوبه ډك شوي او غريب لا غريب شوے. دوي په ادارو كښې خپل خلق بهرتي كړي، مېرټ تر پښو لاندې شوے. دوي هېواد په ګډه لوټلے، د اتلسم بدلون جاج اخستل ضروري دي. وفاق په صوبو او صوبو په وفاق پړه اچولې، مونږ له به كتل وي چې اولس ته څه وركړے كېږي . ده ووئيل د عمران خان په ضد مقدمه جوړه شوې وه ، هغه ټول دستاوېزات وړاندې كړي ، خو دوي د پانامه په معامله قطرې خط وړاندې كړو. ده ووئيل مونږ اپوزيشن واورېدو اوس دې زمونږ هم واوري. د پخواني نظام او طرز حكومت په نتيجه كښې اولس له څه هم نه دي وركړے شوي، يو څو كورنۍ مالداره شوي۔ده ووئېل عمران خان دې هېواد لپاره هر څه كوي.

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں