اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې به د قرآن پاك تلاوت نه پس حديث هم لوستلے شي٬ دغسې غوندې د بدلون منظوري وركړې ده ۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي مجاهد علي د قامي اسمبلۍ په قواعدو او ضوابطو كښې د بدلون تحريك وړاندې كړو چې د غونډې په پېل كښې د قرآن پاك تلاوت نه پس د حديث لوستلو منظوري دې وركړے شي ۔ د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان ووئيل د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قرآن پاك تلاوت نه پس د حديث لوستلو لپاره په قواعدو كښې بدلون دې هم نن د نهې په ورځ منظور كړے شي او د غونډې د اكثريت رائے هم دا ده چې په قواعدو او ضوابطو كښې دې په سمدستي توګه بدلون وكړے شي۔ شازيه مري ووئيل وزيراعظم له په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د پوښتنو ځوابونه وركول وو۔ شازيه مري ووئيل دوه كاله وشول خو ھغه تر اوسه منظور نه كړے شول٬ د وزيراعظم د پوښتنو ځوابونو وركولو معاملې ته قانوني شكل وركول پكار وو۔علي محمد خان ووئيل قانون دې لپاره جوړول غواړو چې بيا لپاره چې كوم وزيراعظم هم راشي نو په دې به عمل كوي۔ امجد علي خان ووئيل حضرت نبي اکرم ۖ پخپله آخري خطبه كښې وئيلي وٶ چې زما نه پس د الله كتاب او زما سنت دي٬ په ايوان كښې د قرآن پاك تلاوت نه پس كه حديث بيان كړے شي نو دې سره به زمونږ روح تازه شي