اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر د يو كروړ 75 لكهه روپو په پرمختيائي فنډز د جوړ شوي سنګجانی نه تر ډھوك ټمن سړك عام ټرافك لپاره پرانستے دے ۔د پاكستان تحریك انصاف لارښود ملك امتیاز ووئيل وفاقی وزیر اسد عمر اولس سره كړي لوظونه ترسره كوي۔ ده ووئيل د 2018 ټولټاكنو په مهال وفاقی وزیر اسد عمر اسلام آباد حلقه این اے 54 اولس سره چې كوم لوظونه كړي وؤ هغه بشپړيدونكې دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد كليوالو سيمو كښې د واټر سپلائی اسكیم،د سړكونو او كوڅو پخولو سره د برېښنا وركولو لپاره د 9 كروړه روپو په بروژو كار روان دے۔ ملك امتیاز ووئيل د ټاكنو په مهال ډھوك ټمن اولس د وفاقی وزیر اسد عمر څخه د سړك پخولو غوښتنه كړې وه ۔ده ووئېل په منصوبه يو كروړ 75 لكهه روپۍ خرڅ كړې شوي