اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ د پبلك اکاٶنټس کمېټۍ د ذيلي کمېټۍ غونده د شورو په ورځ د منزه حسن په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د ذيلي كمېټۍ د 15م جولائي د شوې غونډې د عمل وړ نکاتو د تصديق نه علاوه د مالي كال 14-2013 حساباتو د تخصيص او د مالي كال 15-2014 د آډټ رپورټس جاج واخستلے شو ۔ په غونده كښې د هاٶنسګ او تعميرات وزارت د زېر التواء آډټ اعتراضونو جاج واخستلے شو۔ منزه حسن په دې موقع امر وكړو چې مالياتي نظم او سنق باوري كول د هر وزارت او سركاري ادارو ذمه وري ده۔ د سرکاري خزانې بې ځايه اصراف دې په هر ممكنه طريقه لاره ونيولے شي، دې لپاره د محکمانه آډټ کميټو (ډي اے سي) د غونډو تابيا دې باوري كړے شي دغسې چې د سركاري فنډز سپېځلے استعمال باوري كړے شي