د پاكستان برآمدي څانګه د هند ٬ بنګله دېش او نورو حريف هېوادونو په مقابله كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوي٬ شاهد رشید بټ

image

اسلام آباد ۔ 09 اګست (اے پی پی) د اسلام آباد چېمبر پخواني صدر شاهد رشيد بټ وئيلي دي د پاكستتان برآمدي څانګه د هند ٬بنګله دېش او نورو حريف هېوادونو په مقابله كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوي كومه به چې دغسې روانه ساتل وي۔ د كورونا وائرس د لاسه كه يو اړخه د ټولې نړۍ د هېوادونو پېداوار او برآمدات ځپلې شوي دي نو بلخوا د جولائي په مياشت كښې د پاكستان برآمدات زيات شوي دي او ټېكسټائل برآمداتو كښې 14.3 فیصد اضافه شوې ده كومه چې يو ريكارډ دے۔ ده ووئيل د دې كرېډت وزيراعظم عمران خان ٬ دده ډلې او برآمد كوؤنكو ته ځي۔ شاهد رشيد بټ ووئيل تېره مياشت د هند برآمداتو كښې 13.7 فیصد او د بنګله دېش برآمداتو كښې 17 فیصده كمي ريكارډ كړې شوه ولې د پاكستان برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ ده زياته كړه چې برآمداتو كښې ددې ښه والي په ځائې ساتلو له به ټولې ممكنه هڅې كول وي۔

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں