د رېلوے وزير شېخ رشيد احمد سره د ايران سفير سيد محمد علي حسېني وليدل

image
APP01-11 ISLAMABAD: August 11 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed in meeting with Iranian Ambassador Seyyed Mohammad Ali Hosseini in Ministry of Railways. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او ايران ترمېنځه په مرسته زياتولو خبرې شوي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل پاکستان ريلوے د کوئټه تفتان رېل پټلۍ اپ ګرېډ كولو پحقله فزيبليټي سټډي بشپړه كړې او د کوئټه تفتان پټلۍ په اپ ګرېډېشن به 112 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د پروژې په بشپړېدو به د پاكستان او ايران ترمېنځه د مسافرو تګ راتګ او تجارت زيات شي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د سي پېك له مخې د اېم اېل ون منصوبې څخه به په پاكستان كښې د رېل په څانګه كښې انقلاب راشي۔ په دې موقع د ايران سفير ووئيل د اکنامك کوارډينېشن آرګنائزېشن (اي سي او) له مخې د پاکستان- ايران او د ترکيه فريټ ټرېن پحقله هلې ځلې ګړندې كولو ته اړتيا ده۔ د ايران سفير شېخ رشيد احمد ته د ايران د ټرانسپورټ وزير محمد اسلامي د مباركۍ پېغام هم ورسولواو د پاكستان د آزادۍ ورځې په لړ كښې ئې وفاقي وزير له پېشګي مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں