پاكستان انډونېزيا سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د انډونېزيا موده ترسره كونكي سفير سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان انډونېزيا سره اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. ده دا خبره د انډونېزيا موده ترسره كونكي سفير ائيون سويودري عمري سره په خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل پاكستان انډونېزيا سره اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. خارجه وزير د وروڼو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې د موده ترسره كونكي سفير هڅې وستائيلې او وې وئيل پاكستان انډونېزيا سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه كول غواړي. خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع او تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ضرورت دے. خارجه وزيړ د مقبوضه جمو كشمير په اړه په سلامتي كونسل كښې په مباحثه كښې په مثبت كردار ترسره كولو د انډونېزيا مننه وكړه. د انډونېزيا سفير د كووېډ-19 په وبا په كاميابې قابو موندلو له د پاكستان د كردار ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں