د پاك پوځ په جنرل هېډكوارټر پېنډۍ كښې د اعزازاتو تقسيمولو خاص دستوره وشوه

image

پینډي 06 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ په جنرل هېډكوارټر(جي اېچ كيو) پېنډۍ كښې د اعزازاتو تقسيمولو خاص دستوره شوې۔پھ دې موقع د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه خاص مېلما وو كوم چې د آپرېشنز او د بېلا بېلو كاروائيو په مهال د بهادرۍ څرګندونه كونكو ځوانانو ته اعزازات وركړل۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې پھ دستوره كښې د شهيدانو/غازيانو كورنيو٬سينئر افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔40 افسرانو ته ستاره امتياز(ملټري)24 افسرانو/ سپاهيانو ته تمغه بسالت او يو ځوان ته د ملګرو ملتونو(يو اېن)مډل وركړی شو۔د شهيدانو تمغې د دوي كورنيو ترلاسه كړی

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں