وزيراعظم يو ځل بيا د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته تاريخي خطاب وكړو. عمران خان حقيقي معنو كښې د كشميريانو د وكيل او سفير كېدو ثبوت وركړو۔ وفاقي وزير علی امین خان ګنډاپور

image

اسلام آباد. اسلام آباد ، 26 ستمبر (اے پی پی) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې وزيراعظم يو ځل بيا د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په تاريخي انداز خطاب وكړو. عمران خان په حقيقي معنو كښې د كشميريانو د وكيل او سفير كېدو ثبوت وركړو۔ د خالي په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم د خطاب كشميرې اولس بشپړه ستائنه كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم ګردې نړۍ ته د کشمیریانو قضیه په کلکه وړاندې کړه.علي امین ګنډاپور ووئیل چې د حکومت د هڅو په نتیجه کښې د کشمیر مسئله په نړیواله کچه رامخې ته شوې ده۔ هغه ووئیل چې تیر کال د عمران خان وینا وروسته د کشمیر مسئلې په اړه د نړیوال ملاتړ کچه لوړه شوې او پاکستان به په نړیواله کچه د کشمیر مسئلې لا روښانه کولو ته دوام ورکړي. ده زياته كړه چې په مقبوضه کشمیر لسيزو څخه روان هندي ظلمونه او وحشتونه به ډیر زر پاي ته ورسیږي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں