د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)د قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلي دي د ګردو رنځورانو لپاره جوړ كړي وړومبنې بلډ ليس ډائلائسس مشين كښې ټول مطلوبه شرائط تر سره كرې شوي۔مشين د ډرېپ پشمول ټولو پړاونو څخه تېرولو لپاره تندرفتاره عمل ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزير سيد امين الحق سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔د ګردو رنځورانو لپاره جوړ وړومبنې بلډ ليس ډائلائسس مشين په حقله تفصيلي بريفنګ ورګړے شو۔په دې موقع ډاكټر فيصل سلطان ووئيل د مشين په جوړولو كښې مطلوبه شرائط پوره شوي۔د آئي ټي وزارت د مباركۍ مستحق دے ۔ده مشين په اړه د ټولو قانوني تقاضو پوره كولو لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں